Banner

ټپيز شعر.........مرکه

16.02.2009 05:40

درنو لوستونکو  مينه او سلامونه
يو ځل بيا مو تاسې ته يو ځوان  شاعر ليکوال  ، د نوي او د يو ځوان شعر  ( ټپيزو ) ليکونکی  ډاکتر محمد حنيف حيران تاسې لپاره ګړولی دی ،  ډاکتر صيب هم د ټپيزو په شعر ښه پراخه  خبرې راته کړي دي ، هيله  لرو چې د ډاکتر صيب  سره  مرکه مو د پام وړ و ګرځي
په مينه : بهيروال
محمدحنيف حيران توتاخېل د پکتيا ولايت د سېدکرم ولسوالۍ اوسېدونکی په ١٩٧٧ ء کال د مش په کلي کې د موسی رحيم په کور کې زېږيدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې د حضرت سعدبن معاذ ( رح) په لېسه کې ترسره کړې دي او په ټل کې د حضرت بلال ( رض) له لېسې څخه فارغ شوی دی، لوړې زده کړې يې په پېښور کې د بورډ اف انټرمېډېټ له پوهنتون څخه په طبي لابراتور کې سر ته رسولې دي. 
 له پکتيا څخه د سليمان غر دوه مياشتنۍ مجلې چلونکی پاتې شوی دی او په ګڼو مجلو کې يې ليکنې خپرې شوې دي. لاندې کتابونه يې چاپ شوي دي.
١_  د پکتيا په ډاګ کې     ( شعري ټولګه)
٢ _ کږنې او انګېرنې          ( د ولسي انګېرنو ټولګه، لومړی ټوک)
٣_ لکه غر مې زړه کې پروت يې        ( دويمه شعري ټولګه)
٤_ د طبي لابراتوار ازمېښتونه           ( طبي کتاب )
٥_ نهيلي ولې؟                       ( ارواپوهنه، ژباړه)
 ځينې کتابونه يې چاپ ته تيار دي که خدای کول په نږدې راتلونکي کې به چاپ شي.
         همدا رنګه په انټرنېټ کې د( د پکتيا په ډاګ کې) او اريوب بلوګونو چلوونکی او د افغان ادبي بهير او د ننګرهار د پاڼو مرستيال هم دی. نن سبا په پېښور کې د ژوند شپې ورځې تېروي.

په اوس وختو کې ولې دومره ډيره ټپيزې شعر ليکې ؟

ځواب: کيسه داسې ده، چې زه په اوس وختونوکې رښتيا هم ډېر ټپيزې ليکم، يو خو بايددرته ووايم، چې له ټپيزو سره مې بيخي زياته جوړه ده او فکر کوم، چې ښې يې هم ليکلی شم. بله دا چې فکر کوم په پښتوکې به لومړنی کس زه يم، چې ما ډېرې ټپيزې کښلې دي. يوه يادونه هغه دا چې وړاندې تر دې چې زه د ښاغلي زيار ټپېزې ولولم، ما له هغه نه وړاندې ټپيزې کښلې وې؛ خو د هغو لومړني بيتونه پېنځه وو، او د زيار صاحب څلور وو، چې بيا يې ماته هم وروسته خوند راکړ او څلور مې کړل. زه پرته له ټپيزو غزل  هم ليکم او هغه مې هم خوښ دی؛ خوپه دې مې ځکه زور لګولی دی، چې غواړم که خدای کول په نږدې راتلونکي کې د ټپيزو يوه ټولګه چاپ کړم، نورو ملګرو هم ډېر ورته تشويق کړی يم.

ټپيز شعر ته په څه نظر ګورې ؟

ټپيز شعر خو زما په اند بيخي په پښتو کې نوښت دی؛ لکه څنګه چې پښتو لنډۍ د نړۍ په ادبياتوکې يو بې ساری صنف دی او دا ځانګړتيا بيا لوی الله يوازې په پښتو لورولې ده. فکر کوم ټپيزې بيا د پښتو لنډيود افاقيت او تل پاتې کېدو لپاره يوه غوره وسيله ده؛ لکه څنګه چې موږ ګورو په پښتو کې ډېر داسې سروکي او پښتو لنډۍ شته، چې له بده مرغه اوس کرار کرار په ورکېدو دي؛ نو د ټپيزې ځانګړتيا به داوي، چې لنډۍ ته به ابديت ورکړي. موږ ګورو، چې هره لنډۍ، چې څومره لرغونتيا او تاريخ ولري، هومره يې اثر او اغېز زيات وي. بل لوري ته لنډۍ يا ټپه زموږ د فولکلور يوه په زړه پورې برخه تشکيلوي، فولکلوريک آدب د هيچا ميرات هم نه دی او د ټولو هم دی. د هيچا داسې نه دی، چې څوک يې دعوه نشي کولای او د ټولو ځکه دی، چې هر نر او ښځې په فطري ډول له خولې يو څه ويستي دي او يوه ټپه ، سندره، ببولاله يا سروکی يې پنځولی دی. ټپو ته موږ  د ښځو شعر هم ويلای شو؛ ځکه چې زياتره ټپې د ښځو له خوا په بېلا بېلو حالتونو کې ويل شوې دي. ډېرې کمې داسې ټپې دي، چې د نرانو له خوا دې ښځو ته ويل شوي وي

. ايا دا شعر هم د غزل په شان کيدای شي ؟؟

غزل خو ځانته د آدب يو صنف دی، چې په ټولو ژبو کې ويل شوی دی. د غزل ځانګړتيا داده، چې هر يو شعر يې ځانته يوه سکالو لري، شاعر هر لوري ته پکې د فکر نيلی ځغلولی شي؛ خو نظم بيا يوې سکالو ته ځانګړی شوی وي. ټپه هم همداسې درواخله. هره يوه ټپه پخپل ځان کې ديوې موضوع په اړوند يوه نړۍ رانغښتې وي. د ټپيزې محتوا يا منځپانګه هم په يوه شي راڅرخي. د هماغې ټپې له اصليت او چورليد نه باندني شعرونه نه شي وتلی. مانا دا چې ټپيزې آر ټپه سپړلی وي؛ که ووايو، چې ټپه يې تحليل کړې وي، بده به نه وي. د بېلګې په توګه دا لاندې ټپيزه:
پاتې زما تر دې ښېرې شــــــــې
وروسته تر دې اېرې اېرې شې
نه د حُجرې نه د دېرې شـــــــــې
چيلمه مات ټوټې ټوټې شـــــې
مين په ما دی غم په تا غلــــطوينــــــــــــــــــــــــه
اوس دلته ګورو، چې په ټپه کې معشوقه يا عاشق چيلم ته مخاطب دی، ورته وايې، چې خدای دې مات کړه، پما مين دی او غم په تا غلطوي، هغه پورتني بيتونه بيا د همدې ټپې نورې سپړلې برخې دي. هغه ښيرا او آزار چې چيلم ته شوی دی، هغه لږ پسې غزول شوی دی نورې ښېرې يې هم ورسره غوټه کړې دي. اوس که موږ د آر ( اصل) ټپې نه پورتني بيتونو کې نور څه راواخلو، بيا به مو تپيزه، ټپيزه نه وي. د دې جوړښت داسې دی؛ لکه نوک او ورۍ. موږ که هر څومره د ټپيزې نورو برخو ته د هنر رنګونه ورکړو؛ خو بيا به يې هم برکت او آغېز د اصل ټپيزې پرې جوت وي؛ لکه ګورو چې کومه ټپه چې په زړه پورې وي د هغه ټپيزه هم په زړه پورې راځي.بايد يادونه وکړم، چې هره يوه ټپه، ټپيزه کېدای هم نشي؛ ځکه چې زموږ ټول کار او د ټپيزې جوړښت د ټپې له لومړنۍ نيم بېتی سره ده چې نهه سېلابه ده. که د هغې سره قافيه او رديف جوړېده؛ نو نوره ټپيزه هم جوړيږي او که نه جوړېده بيا نو ټپيزه هم نه ترې جوړيږي
.
ايا هلته ستاسې په خوا و کې يا تاسې بل څوک پيژنی چې دا نوی شعر ليکي ؟؟

لکه وړاندې مې چې يادونه وکړه له زيار صاحب نه وړاندې ما په دې صنف کې طبع ازمايي کړې وه؛ خو هغه وخت زما نور شعر هم خوندور نه و. بيا په دې وروستوکې ما ځينې ټپيزې وليکلې او په پکتيا کې مې د نښتر په دوديزه مشاعره کې واورولې؛ نو خلکو ډېرې خوښې کړې، دې شاباسيو زه دې ته اړ کړم؛ چې نورې هم وليکم او کوشش مې کاوه، چې زه يې بايد تر نورو ښې او ډېرې وليکم. ما به چې وخت په وخت ټپيزې ليکلې؛ نو به مې انټرنېټ ته ورکولې او خلکو به ډېرې خوښولې، له وخت سره ځينې نورو ملګرو لکه لطف الله خيرخوا، نصرت الله الهام، لطيف الله صادق او په پکتيا کې زما ترورزي محمدرفيق ميران هم ځينې ټپيزې جوړې کړې وې؛ خو د هغو شمېر ډېر کم و. يا به يې زما په څېر ورسره لېونۍ مينه نه وه او يا به يې نورې ستونزې درلودلې. د ډېرو به په دې زړونه مات شول له ټپيزو نه، چې يوه ډېره په زړه پورې ټپه به وه، يو شاعر به ټپيزه پرې کښلې وه، بل شاعر به چې هغې ټپې ته خيال شو؛ نو فلانکي هم پرې ټپيزه ليکلې ده؛ نو بيا به يې زړه مات شو. مانا دا چې هره ټپه يوه مورچه ده، چې چا ونيوله، بيا خوند نه کوي، چې بل شاعر دې پرې ټپيزه وليکي. د دې لپاره بايد سړی پراخه مطالعه او معلومات ولري، چې نورچا او چا په دې ټپه شعر ليکلی دی. ضروري نه ده، چې په کومه ټپه ټپيزه ليکل شوې وي په هغې دې بيا بل څوک ټپيزه نه ليکي؛ خو بيا هم کوشش پکار ده، چې په  بېلا بېلو ټپو ټپيزې وکښل شي.

hanif_hairan@yahoo.com